IQNA

یودیني څيړاند!

امام حسین(ع)او په  قیام او خاموشئ کې د اسلام د ساتلو سټراټژي

15:15 - January 24, 2026
د خبر لمبر: 3492351
ایکنا – مریم معین الاسلام  پّ دې خبرې په ټينګار سره چې حضرت امام حسین علیه السلام  د ظلم پّ وړاندې چُپتیا جایزه نه ده ګڼلې . د اهل بیت(ع) سیرت ښئ چې کله هم تقیّه،هماغه دامام حسن(ع) د زمانې په شان  او کله هم ښاره قیام ضروري دی؛ هغه څه چې د بنیادینو اصل شمیرل کیږی،  د اسلام ساتل او له تحریف سره مقابله ده .

یکنانیوز راپور راکوي، یوه دیني څيړانده مریم معین الاسلام  په خراساان رضوي کې د ایکنا له خبریال سره په خبرو کې ووئيل؛د حضرت امام حسین علیه السلام  د برخلیک ټاکونکي  دوران په باب د اهل تشیَع  په تفسیري او روایتي سرچینو کې  یو دپام وړ روایت ؛د ؛ «حَمَلَتْهُ أُمُّهُ کُرْهاً وَ وَضَعَتْهُ کُرْهاً» آیت شریف ته اشاره کوي چې د امام حسین علیه السلام د ولادت په باب نازل شوی  او ددې ښودنه کوي چې  دهغه بزرګوار مور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها، دخپل بچي له سخت برخلیک او شهادته خبره  ده . دغه پوهیدا یوازې  تولد او زیږیدا ته محدوده نه وه، بلکې پکې دې کې مقام ،لاره او د  امام بزرګوار راتلونکی شاملیږي، یوه داسې لاره چې په تاریخ کې  په شهادت او لويو اغیزو تمامه شوه.

هغې په دوام کې ووئيل ددغه آیت په تفسیر کې راغلی دي چط  دامام حسین علیه السلام د نطفې له معلومیدا مخکې ،رسول الله بزرګوار(ص) د حبرائيل په  وسیله د هغه له شهادته خبر شو او بیا ئې  د  حضرت فاطمة الزهرا  د حمل د وضع  کیدا او د امیندوارئ سره اړونده د قرآن کریم آیت نازل  کړ. په دې پوهیدا چې  د مبارزې او شهادت په لارې کې واقع دی ، د امیئندوارئ له یوازې بدني کړآؤ څخه لا دروند او ژور پیغام  او معنا لري.

د  فرهنګیانو د پوهنتون دعلمي پلاوي غړې  په پاي کې ووئيل، حضرت امام حسین علیه السلام پخپل چلند او سیرت سره وښودله چې همیشه د ظلم په وړاندې چُپتیا جایزه نه ده  او کله هم باید د هماغه امام حسن (ع) د دوران په شان تقیې ته مخه شي او کله هم ښکاره پاڅون غوره شي. هغه څه چې په ټولو شرائطو کې اساسی اصل شمیرل کیږي، د اسلام ساتل او له تحریف سره مقابله ده .امام حسین علیه السلام  د امر بالمعروف او نهی از منکر یوه لوړه اسوه ، د وولایت منلو  بیلګه  او د اهل بیت  دمینې چورلیز دی او د عاشورا واقعه  هم  دتشیع  په تاریخ کې یو چورلیزي ځائیګی لری او  د نبوت او امامت د  خط دوام بخښونکی حسابیږي.

https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4329911

captcha